د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له لوري د القاعده د ځپلو په اړه د بایډن څرګندونو د دوحې په تړون بحثونه پارولي 


له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له جنجالي وتلو شاوخوا دوه کاله وروسته، ولسمشر جوبایډن وویل چې طالبان له افغانستان څخه د القاعده ځواکونو په شړلو کې مرسته کوي، د هغه دغو څرګندونو یو ځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت او د طالبانو او امریکا ترمنځ دوحې د تړون په اړه بحثونه پارولي دي.

بایډن د تېرې جمعې په ورځ وویل: «په یاد مو دي چې ما د افغانستان په اړه څه ویلي وو؟، ما ویلي وو چې القاعده به هلته نه وي، ما ویلي وو چې دوی به هلته نه وي، ما ویلي وو چې طالبان به له مونږ سره مرسته وکړي. اوس څه کیږي؟ څه تیریږي؟ خپل مطبوعات ولولئ. زه په حقه وم.»

ولسمشر بایډن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه راپور په اړه دا څرګندونې وکړې، چې د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جوبایډن د حکومتونو په کارونو کې نیمګړتیا یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د جنجالي وتلو عمده لامل بللی.

د جوبايدن څرګندونو په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو او متحدو ایالتونو ترمنځ د دوحې د تړون په اړه بحثونه پارولي دي، امریکا د دغه تړون په اساس له افغانستان څخه خپل ځواکونه واېستل.

د افغانستان د مخکني حکومت د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ ترمنځ کلونو کې د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل په دې اړه په خپلو ټویټر کې لیکلي دي: «ولسمشر جوبایډن د دوحې د پټو ضمیمو په څرګندولو سره یوه اساسي افشاګري وکړه او په سیمه کې یې د متحدو ایالتونو د واګنر ډلې (د روسیې اجیر عسکر) په توګه د طالبانو په رښتیني ماهیت [څرنګوالي] رڼا واچوله.»

طالبانو د دوحې په تړون کې موافقه کړې وه، چې نه پرېږدي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځالې بدل شي او په امریکايي ځواکونو باندې یې خپل بریدونه هم ودرول. په افغانستان کې د القاعده ډلې د حضور په اړه د جوبایډن څرګندونې د ملګرو ملتونو د فبرورۍ د میاشتې له راپور سره هم اړخ نه لګوي. په دغه راپور کې ویل شوي‌ چې د القاعده په ګډون ترهګرې ډلې د طالبانو د امنیتي تګلارې د نشتوالي څخه ګټه پورته کوي او په افغانستان کې ازاد تګ راتګ کوي.

د امریکا د اوږدې جګړې پای

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان-پییر د تېرې جمعې په ورځ ولسمشر بایډن د څرګندونو په اړه وضاحت ورکړ او ویې ویل چې هغه باید د امریکا اوږدې جګړې ته د پای ټکی اېښی وای او هم په ترهګرۍ باندې څار ولري.

نوموړې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهرې وژلو په اشارې سره وویل: «موږ په سیمه کې له هر ډول نظامي حضور پرته د القاعده مشر ختم کړ.»

یو امریکايي مقام،‌ چې نغواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، امریکا غږ ته وویل چې د جوبایډن د خبرو اشاره د ترهګرۍ په ضد جګړې کې د طالبانو «مرستې» او په افغانستان کې د طالبانو له لوري د داعش-خراسان ډلې د یو مشر وژلو ته وه.

د راپورونو په اساس، د داعش-خراسان ډلې دغه مشر له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په مهال هوايي ډګر ته نژدې د شوي ځانمرګي برید طراح و. په دغه برید کې د ۱۳ امریکایي عسکرو په ګډون شاوخوا ۱۶۰ افغانان وژل شوي وو.

په افغانستان کې د القاعده په ضد د عملیاتو په اړه د ولسمشر بایډن ارزونه په دغه هېواد کې د القاعده د حضور په اړه، چې سیمې ته یې ګواښ پېښ کړی، د واشنګتن او ملګرو ملتونو د نظرونو ترمنځ څرګند اختلافات په ګوته کوي.

ملګرو ملتونو د روان کال په لومړیو کې په خپل یو راپور کې افغانستان «د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د ترهګریز ګواښ اصلي سرچینه» یاد کړی و.

په دغه راپور کې راغلي: «د طالبانو او القاعده ترمنځ‌ روابط نژدې دي.» خو واشنګټن دا راپور رد کړی او له لېرې واټن څخه په افغانستان کې د ترهکرۍ سره په مبارزې ټېنګار کوي، چې د متحدو ایالتونو قلمرو ته ګواښ نه دی.

یو امریکایي مقام وویل چې د امریکا حکومت په القاعده نظر ساتي چې «له افغانستان څخه د باندې په متحدو ایالتونو او د هغې په ګټو باندې د برید توان ونلري».

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شنبې په ورځ جولاۍ لومړۍ (چنګاښ لسم) په خپل ټویټر کې ولیکل: « موږ د متحده ايالاتو د رئيس جمهور جو بايډن دا څرګندونې چې په افغانستان کې اوسمهال جنګي ډلې شتون نه لري د حقیقت درک بولو او وايو چې دا د م.م. د بنديزونو د څار ډلې هغه راپور تکذيبوي چې ګواکې په افغانستان کې تر شلو ډېري جنګي ډلې شتون او فعاليت لري.»

په واشنګټن ډي سي کې د ویلسن د څېړنیز بنسټ د جنوبي اسیا د برخې کارپوه مایکل کوګلمن د جوبایډن د څرګندونو په اړه شک لري. نوموړي امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د داعش-خراسان ډلې په ضد عمل کړی، خو د القاعده او نورو اکثرو ډلو د مهارولو لپاره یې لږه هڅه کړې ده.

د جمهوریت غوښتونکو نیوکه

د مخکني ولسمشر د مرستیال مایک پنس په ګډون، چې اوس د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی، یو شمېر جمهوریت غوښتونکو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له خپرولو وروسته له افغانستان څخه د وتلو د بهیر په اړه په جوبایدن انتقادونه کړي دي.

پنس د یکشنبې په ورځ د امریکا د سي بي اس تلویزون ته وویل «هغه څه چې پېښ شول ملامتي یې مستقیمآ» د بایډن په غاړه ده او زیاته یې کړه چې دا ډول «بحران زېږونکي وتل» به د ټرمپ په حکومت کې پېښ شوي نه وای.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په اړه د بایډن او ټرمپ حکومتونه «په کمزوري پلان جوړولو» تورن کړي دي.

له افغانستان څخه د تخلیې ماموریت د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰ نېټه ختم شو او په دغه ترڅ کې شاوخوا ۱۲۵زره افغانان او نژدې ۶۰۰۰ بهرینان له افغانستان څخه واېستل شول چې قاطع اکثریت یې متحدو ایالتونو ته ا نتقال کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG