د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په زده کړې کې د نوښت سیالي وګټله


په دغو سیالیو کې د نړۍ ۶۴ هیوادونو څخه ګډونوالو برخه اخیستې وه
په دغو سیالیو کې د نړۍ ۶۴ هیوادونو څخه ګډونوالو برخه اخیستې وه

د زده کړې په برخه کې د نوښت نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب د ښوونځي یا مکتب اپلیکیشن برخه اخیستې وه.

د دغې اپلیکیشن جوړوونکی سیف الدین سپهر امریکا غږ ته وویل "په دغو سیالیو کې د نړۍ ۶۴ هیوادونو څخه ګډونوالو ددغو سیالیو په څلورو برخو کې برخه اخیستې وه چې د زده کړې لپاره د ټکنالوژۍ برخه کې افغانستان وکولی شول لومړی مقام خپل کړي."

د مکتب اپلیکیشن څه دی؟

د مکتب اپلیکیشن د درسي موادو په برابرولو په دري او پښتو باندې د ښوونځيو زده کوونکو ته درسي مواد برابروي او هغوي ته د یو بل سره د اطلاعاتو او معلوماتو شریکول اسانوي.

په دغه اپلیکیشن کې درسي مضامینو سربیره د ګډونوالو لپاره د خپلو پوښتنو مطرح کولو سهولت هم زیات شوی. همداراز په دغه اپلیکیشن کې ګډونوال کولی شي خپلو ملګرو سره په یو مضمون کې سره سیالي وکړي.

دغه اپلیکیشن په اندرويډ او آې او ایس عامل سیسټم کې په وړیا توګه ډونلوډیدلې شي او د کارولو لپاره یې یواځې د یو حساب جوړولو اړتیا وي.

په افغانستان کې د انټرنټ کموالي او نورو ستونزو په پام کې نیولو سره د دغې اپلیکیشن د آفلاین نسخې په جوړولو هم کار روان دی چې تر راروانې میاشتې پورې به بشپړه شي.

همداراز په دغه اپلیکیشن کې د کانکور د امادګۍ سوالونه هم اضافه شوي چې ځینې یې وړیا دي او یوه بله برخه یې د پیسو په بدل کې خلکو ته وړاندې کیږي.

دغه اپلیکیشن د یو روزنیز او تجارتي نوښت په توګه د ۷ دایمي عضو او ۷ زده کړیالانو هڅه ده چې غواړي په افغانستان کې زده کوونکو لپاره په معیاري توګه د زده کړې اسانتیاوې برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG