د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې لس تنه امنیتي ځواکونه د طالب وسله والو سره په جګړې کې وژل شوي دي


د امریکا ضد مظاهرو کې څلور کسان وژل شوي دي.

د امریکا ضد مظاهرو کې څلور کسان وژل شوي دي.


د هرات د امنیي قوماندانی ویاند وویل چې د دوشنبې په ورځ پنځه پولس افسران او پنځه عسکران د طالبانو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

د هرات د پولیسو ویاند، میر محمد نیکزاد وايي چې پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د پولیسو په یوه کاروان باندې طالبانو برید وکړ. هغه زیاتوي وايي چې په وژل شوو کسانو کې د اوبي د ولسوالۍ د امنیي قوماندان هم شامل دی.

هغه وايي په عین وخت کې ناټو ویلي دي چې کیداي شي چې د لوګر په ولایت کې د درییو ملکي افغانانو د وژلو مسولیت د دوی په غاړه وي. ناټو دغه برید ((غیر قصدي خو ویرجن)) عمل بللی دی. ایتلاف ویلي دي چې په برید کې یاغیان وژل شوي دي.
جمهور ریس حامد کرزي د لوګر په ولایت کې د ناټو د ځواکونو په لاس د څلور ماشومانو د وژل کیدو پیښه په کلکه غندلې ده. په هغه اعلامیې کې چې د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر لخوا خپره شوې ویل شوي دي چې د لوګر د والي د معلوماتو په اساس د ناټو په عملیاتو کې چې د دوو مخالفو وسله والو د نیولو لپاره د یکشنبې په ورځ ترسره شوي وو څلور ماشومان وژل شوي دي.
همداراز په یوې بلې اعلاميې کې جمهور ریس کرزي د زابل په ولایت کې د ناټو د عملیاتو په ترڅ کې، چې د میزان د ۲۲ نیټې په ماښام شوي دي، د درییو ملکي کسانو د لادرکه کیدو پيښه هم په کلکه غندلې ده.
جمهور ریس کرزي د دغو دواړو پیښو په اړه د تحقیقاتو هدایت ورکړی دی.

په افغانستان کې د ملکیان وژل کیدل یو له هغو موضوعاتو نه ده چې د افغان حکومت او په افغانستان کې د امریکا په مشری د ناټو د میشتو ځواکونو ترمنځ یې تشنج پیدا کړی دی.
په نورو خبرنو کې ناټو وايي چې یو امریکايي عسکر یې د افغانستان په ختیځ کې د یاغیانو په برید کې وژل شوی دی.
XS
SM
MD
LG