د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي نړۍ فتوا: انتحاري بریدونه او د مسلمانانو وژل حرام دي


په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ سلو دیني عالمانو په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه او د مسلمانانو وژل حرام وبلل او په پدې هیواد کې یې جګړه وغندله.

د اسلامي نړۍ د عالمانو د کنفرانس چې په سعودي عربستان کې جوړ شوی و، وروستۍ اعلامیه یې د مکې مکرمې د مسجد الحرام په څنګ کې په قصر الصفاء کې خپره شوه. اعلامیه ټولې خواوې سولې ته رابولي او وایي چې سوله د "الله امر دی". همداشان پر افغان حکومت او طالبانو غږ کوي چې اوربند وکړي او د "جگړې فتنه ختمه کړي."

اعلامیه اوه مادې لري چې په سر کې راغلي دي، "د افغانستان دولت یو اسلامي دولت دی، خلک يې مسلمانان دي، وژل یې ناروا دي."

اعلامیه زیاتوي "د قران کريم او نبوي احاديثو پر بنسټ اسلام د امن او رحمت دين دی او مومنان په خپلو منځو کې په مينه او محبت مامور دي. د مسلمانانو وينه تويدنه، مال او ناموس ته نږدې کيدل حرام دي. موږ تاکيد کوو چې انتحاري بريدونه چې په پايله کې يي بې ګناه خلک په نښه کيږي، همدا رنګه د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړې الله جل جلاله او د الله رسول صلی الله علیه وسلمپه قطعي ثبوتونو او دلايلو سره حرامې ګرځولي دي."

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا ریس محمد اکرم خپلواک
د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا ریس محمد اکرم خپلواک

اسلامي علماو دا هم وویل چې "بین الافغاني خبرې اترې تر ټولو غوره لار ده چې د افغان حکومت او طالبانو د تحريک ترمنځموجوده کشاله هواره کړي، د مسلمان افغانستان اوسنۍ قضيه بايد د تفاهم او مخامخسوله ييزو خبرو اترو له لارې حل شي.

د افغانستان حکومت د سعودي په غونډه کې د عالمانو اعلامیه ستایلې، خو د طالبانو ډلې ددې غونډې دمخه ویلي وو چې هغوی یواځې هغه وخت مذاکره کوي چې امریکایي ځواکونه له افغانستان نه ووځي.

په کنفرانس کې د مصر مفتي شوکه علامي، وویل چې افغانستان اوږده موده جګړې ځپلی او خلک یې امن او سولې ته اړتیا لري".

د موریتانیا مفتي محمد مختار امباده بیا وویل، طالبان نشي کولی چې د جګړې او وژنې له لارې خپلو اهدافو ته ورسیږي. افغان حکومت هم خپلو خلکو ته له سولې پرته بل څه ښه څه نشي وړاندې کولی، نو دواړه خواوې سولې ته اړې دي.

پدې کنفرانس کې د ګډون لپاره د پاکستان نه ١٥ دیني عالمان بلل شوي وو، خو یوازې ډاکټر قبله ایاز چې د پاکستان د نظارتي اسلامي کونسل مشري کوي ګډون کړی و. ښاغلي عیاض امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د پاکستاني د پاتې عالمانو نه ګډون مختلف لاملونه درلودل. د هغه په وينا یو شمېر عالمان د سیاسي ملحوظاتو له امله ندي راغلي.

په سعودي عربستان کې د دیني عالمانو د کنفرانس د اعلامیې په غبرگون کې طالبانو په یوه اعلامیه کې د افغانستان د حکومت سره اوربند او د سولې مذاکرات رد کړي دي. طالبانو ویلي چې په سعودي عربستان کې د عالمانو غونډه د امریکا د متحده ایالاتو د پروگرامونو یوه برخه او "په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون دوام" دی.

طالبانو همداشان ویلي چې د جدې کنفرانس "د امریکا فرمایشي غونډه وه" او "د دوی پر مبارزې اثر نه شیندي."

پدې کنفرانس کې شاوخوا ١٠٠ علمانو برخه درلوده چې ٣٥ یې د افغانستان وو.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا ریس محمد اکرم خپلواک د امریکا غږ راډیو د نطاقې زیبا خادم سره په مرکه کې ویلي دي چې په فتوا کې د افغانستان د سولې کلک ملاتړ شویدی، او د حکومت او د طالبانو د مستقیمو خبرو غږ شویدی

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:06 0:00

XS
SM
MD
LG