د لاس رسي وړ اتصالات

عثمان کاکړ: پنجاب د پاکستان-چین اقتصادي دهلیز تفصیلات پټ ساتلي


د پاکستان د بلوچستان د سنا غړی او پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي مشر عثمان کاکړ وايي چې چین او پاکستان په ګډه د پښتنو او اقلیتونو د طبعي منابعو زبېښاک ته ملا تړلې ده.

ښاغلي کاکړ دا څرګندونې د پاکستان- چین د اقتصادي دهلیز د پروژې په اړه وکړې. ټاکل شوې چې چین د ٢٠١٥ کال څخه تر ٢٠٣٠ کاله پورې په پاکستان کې په مختلفو برخو کې د ملیاردونو ډالرو پانگونه وکړي.

د پاکستان د ډان مشهورې ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ ( مۍ ۱۵) د پاکستان-چین د اقتصادي دهلیز د دغې پروژې په اړه یو مفصل راپور خپور کړ.​

د راپور له مخې د دغې پروژې په اساس چین به په پاکستان کې لويې لارې، واړه ښارګوټي، د اورگاډو پټلۍ، اقتصادي زونونه، تفریحي پارکونه او د گوادر بندر او ډېر نور ځایونه جوړوي.

خو د بلوڅانو، پښتنو او نورو اقلیتونو لوی انتقاد دا دی د پاکستان فدرالي حکومت له هغوی سره د دې لویې پروژې په اړه معلومات نه شریکوي او داسي اندېښني لري چې د دې لویې اقتصادي پروژې ډېره ګټه پنجاب ته رسیږي خو طبعي زیرمې به د نورو قومونو او اقلیتونو استخراج کیږي.

له ٢٠١٣ کال راهېسې چې پاکستان او چین په دې پرژوې خبرې شروع کړي دي چې په دې برخه کې د بلوچستان او د خبیر پشتونخوا ایالتي حکومتونه، سیاسي گوندونه او ولسي استاځي او د مدني ټولنو فعالان ملاحظې لري.

د پښتونخوا ملي عوامي گوند صوبایي مشر او د پاکستان د سنا غړی عثمان کاکړ د امریکا غږ خبریال خلیل ته وویل چې چین او پنجاب په ګډه د پښتنو او نورو اقلیتونو د طبعي منابعو زبېښاک ته ملا تړلې ده.

د ښاغلي کاکړ پوره مرکه دلته واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:10:31 0:00

XS
SM
MD
LG