د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غږ د پوهنې وزارت ته د انګلیسي ۱۵زره کتابونه ډالۍ کړل


امریکا غږ د افغانستان له پوهنې وزارت سره د انګلیسي لغاتونو د زده کړې د پنځلس زره کتابونو مرسته وکړه، دا کتابونه به په ښوونځیو کې له زده کوونکو سره د انګلیسي ژبې په زده کړه کې مرسته وکړي.

دا کتابونه د سه شنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې وزارت چارواکو ته وسپارل شول.

د امریکا غږ د جنوبي او مرکزي اسیا د برخې مسئول اکبر ایازي وویل چې د دې کتابونو سپارل د هغه مرستو پېل دی، چې امریکا غږ به یېد انګلیسې ژبې د زده کړې په برخه کې د افغانستان له پوهنې وزارت سره کوي.

ښاغلي ایازي وویل چې انګلیسي ژبه نړیواله ده او د تکنالوجۍ په ژبه اوښتې، چې شاوخوا ۱.۵ میلیارده خلک په نړۍ کې په دغه ژبه خبرې کوي.

د هغه په خبره، دې اصل او د انګلیسې ژبې اړتیا ته په کتو سره، امریکا غږ په ټوله نړۍ کې د انګلیسې ژبې د تدریس پروګرامونه خپروي او په میلیونونو خلک په ځانګړې ډول زده کوونکي او ځوانان،له دغه پروګرامونو چې په ساده ژبه او اهسته تلفظ سره خپریږي، ګټه اخلي.

هغه زیاته کړه "د افغانستان ځوانان هم کولای شي چې له دغو پروګرامونو ګټه واخلي او کولای شي چې د تکنالوجي له چټک پرمختګ سره ځانونه برابر کړي. د امریکا غږ د انګلیسي د تدریس د پروګرام برخې د ورځې د مروجو لغاتونو ۱۵ زره کتابونه چاپ کړي او غواړي چې د پوهنې وزارت ته یې ډالۍ کړي، چې د دې هېواد ځوان نسل ته یې ور ورسوي".

د افغانستان د پوهنې وزارت مسئولینو له امریکا غږ څخه وغوښتل چې د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو مرستیال محمد ابراهیم شینواري وویل "له امریکا غږ راډیو ټلویزیون سره مو خبرې روانې دي چې په نورو برخو کې هم زموږ سره مرسته وکړي، د پوهنې وزارت نوی تعلیمي نصاب تر کار لاندې دی او امریکا غږ به د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې زموږ سره د نصاب په تیارولو کې مرسته وکړي. کېدای شي امریکا غږ زموږ سره د علومو، ژبې او نورو برخو کې په انګلیسي چې دری او پښتو ژباړه ولري، زموږ سره د ویډیوګانو په تیارولو کې مرسته وکړي، چې د معارف تلویزیون له لارې یې خپاره کړو".

د امریکا غږ د انګلیسي ژبې د زده کړې د برخې مسئول، هایدو وویل "موږ هوکړه کړې چې دا به د مرستو پېل وي، چې څنګه کولای شو له زده کوونکو سره مرسته وکړو، موږ به له پوهنې وزارت سره د نصاب په تیارولو او نورو پروګرامونو کې چې له زده کوونکو سره د انګلیسي ژبې په زده کړه کې کومک وکړي، همکاري وکړو، ځکه چې انګلیسي د اړیکیو ژبه ده، انګلیسي د انټرنیټ او ساینس ژبه ده".

امریکا غږ ۷۵ کاله وړاندې جوړه شوې، چې په ۴۷ ژبو نشرات لري او په نړۍ کې ۲۸۰ میلیونه خلک تر پوښښ لاندې نیسي.

امریکا غږ په افغانستان کې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې کار پېل کړی او د ټولنیزو رسنیو برخه یې چې د انګلیسي زده کړې پروګرامونه هم خپروي، اووه میلیونه مینه وال لري.

XS
SM
MD
LG