د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د امریکا سفیر وایی چی اسامه بن لادین په افغانستان کی نه شته


په افغانستان کی د امریکا سفیر وایی دئ باور لری چی د القاعده د تروریستی شبکې مشر اسامه بن لادین او د طالبانو مشر ملا محمد عمر په افغانستان کی نه شته . ځلمي خلیل زاد دا وینا نن په کابل کی خبریالانو ته وکړه . پرون د طالبانو یوه قوماندان د پاکستان یوه تلویزیون ته وویل چی دغه دواړه مشران جوړ روغ گرځی . دامریکا مامورینو دا څو څو واره ویلی دي چی د القاعده مشر د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدی سیمه کی کوم ځای پټ دی . د امریکا سفیر وویل چی دا نه ده معلومه چی اسامه بن لادین د القاعده په عملیاتو او فعالیتونو باندی څومره کنټرول لری ځکه چی د دغي شبکې ډیر غټ غټ مشران نیول شوي او مالی چاری یې ورانی شوی دي . ښاغلئ خلیل زاد وایی چی دهغه نیول یواځی یوڅه وخت غواړی .

XS
SM
MD
LG