د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان په جنوب کې طالب یاغیان وائې، دولایت دپولیسو قوماندان ئې اعدام کړی او دیرش تنه محلی ماموران ئې برمته کړیدی


دطالبانونطاقان وائې، دکندهار په ولایت کې یاغیانو نن دیکشنبی په ورځ ددغې ډلې دمذهبی مشرانو په امر دپولیسو قوماندان وواژه . دغه مامورپه داسی وخت کې ونیول شوچې یاغیانو دجمعی په شپه په ولایت کې دېوې ولسوالې په مرکزباندی حمله وکړه. رپوټونه وائې، دولسوالې ودانی تراوسه پوری دطالبانو په لاس کې ده او وائې، دیرش کسان نورئې برمته کړیدی . په کندهار کې دحکومت یولوړ رتبه سلاکار خالد پښتون وائې، حکومتی مامورین کوښښ کوی چې دبرمته شوو کسانو پوره شمیرمعلوم کړی یاغیان وائې، دوی دغه کسان پدی تورمحاکمه کوی چې دامریکا دطرفدار حکومت ملاتړکوی . یاغیان وائې، دوی پتييلی ده چې دسیپټمبر دمیاشتی دپارلمانی انتخاباتو مخه ونیسی . مگر امریکائې او افغان ماموران وائې،دغه حملی به دانتخاباتو مخه ونشی نیولی یابه دافغانستان نوی ډموکراسې کمزوری نکړی . په افغانستان کې دامریکا سفیرزلمی خلیل زاد چې دماموریت دوره ئې پوره شویده، وائې، دابه یوه مشکله مبارزه وی مگر هغه پدی عقیده دی چې طالبان به ماتی خوری دابه وخت ونیسی. دا به دوام پیدا کړی . دا به ډیری هلی ځلی وغواکړی مگر څه شی چې دنړۍ لپاره ډیر مهم دی ،هغه دادی چې بی له بری نه بله چاره نشته دی . نن دیکشنبی په ورځ دکندهار په ښار کې دری توغندی لگیدلی دی چې یوئې هغې ودانی ته نژدی لگیدلی دی چې امریکائې عسکر پکې دیره دی. په دغه پیښه کې څوک مړه یا ژوبل شوی ندی . ائتلافی قواوی وائې، دوی په تیرو څلورو میاشتو کې څه دپاسه یوسلو پنځوس ‏(‎ ١٥٠ ‏)‎ یاغیان وژلی دی او په ناارامو جنوبی ولایتونو کې ئې خپلی امنیتی گزمی زیاتی کړیدی .

XS
SM
MD
LG