د لاس رسي وړ اتصالات

افغاني مقاماتو دری تنه پاکستانيان د امريکا د سفير د قتل د ارادی په تور نيولی دي


د افغانستان مقامات وايي چې لغمان ته د امریکا د سفیر زلمي خلیل زاد دتگ نه یوه ورځ مخکې دری تنه هلته نیول شوي دي. رپوټونه وايي چې دغه سړي پاکستاني دي او دلاسي بمونو راکټ لانچرونو سره پولیسو گرفتار کړیدي. په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت ویلي دي چې سمدستي پدې مسئله باندې تبصره نه شي کولای. د قتل ددې ادعا شوې دسیسې رپوټ په داسې وخت کې خپور شوی چې رپوټونه وايي چې افغانستان ته ډیر خارجي افراطیان ننوتي چې د یاغي طالبانو چې د مرکزي حکومت سره چپ دي حمایت وکړي. په کابل کې د امریکايي قواوو نطاق کرنیل جیمز یونتس نن ویلي چې په افغانستان کې دوروستیو حملو کار د خارجي گروپونو دی. هغه وايي پدې برخه کې شواهد شته چې خارجي ډلې افغانستان داخلې شویدي چې هلته دځان د پاره مرکزونه جوړ کړی. امریکایی او افغاني مقامات هم وايی چې یاغي طالبانو هم د پاکستان د سرحدي علاقونه په افغانستان کې دننه حملې کولې. پاکستان د اتورونه تل رد کړي دي او ویلای چې په سرحدونوکې یې په زرگونو عسکر اچولي چې له سرحد نه د خلکو د اوښتو مخه ونیسي. په څو تیرو میاشتو کې د طالبان بغاوت په افغانستان کې زور نیولی تر څو د دسپتامبر په میاشت کې د پارلماني انتخاباتو د کیدو مخه ونيسي. ائتلافي قواوو په تیرو دوو ورځو کې لس پنځه لس تنه چې د طالب جنگیالیو گمان پرې کیده وژلي دي. امریکايي او افغان عسکرو پرون د افغانستان په جنوب کې پر هغوی باندې د راکټ د حملو نه وروسته د یوې جنگي ډلې سره جگړه وکړه. دامریکا دبمبارد الوتکو او هلیکوپترونو په بمباریو کې قریب تر شلو پورې یاغیان ووژل شول. نن په جلا جگړو کې کم تر کمه ١٨ تنه یاغیان ووژل شول.
XS
SM
MD
LG