د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مامورین وایی په دې هفته کی د ملک په جنوب کی د افغاني او امریکایی قواو په گډو عملیاتو کی چی د یاغیانو د پټیدو په ځاینو باندی یې وکړې څه د پاسه سل مشکوک یاغي طالبان  وژل شوي دي


یوه جگړه د سه شنبې په ورځ د کندهار او زابل د ولایتونو تر منځ کوم ځای وشوه . د هغه وخت راهیسی چی د طالبانو رژیم درې نیم کاله پخوا ړنگ شوئ دا تر ټولو غټه جگړه بلل شوې ده . افغان مامورین وایی کله چی یاغیان د تېښتی په حال کی وو زیاتره یې د امریکا د هلیکوپترو په حملو کی ووژل شول . افغان مامورین وایی چی پرون د چارشنبې په ورځ هم جگړې شوي چی اووه افغان عسکر ، او پنځه افغان پولیسان په کی وژل شوی دي او همداراز پنځه امریکایی عسکر او دوه افغاني پولیسان هم په کی زخمی شول .

XS
SM
MD
LG