د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د امریکا په یوه طبی ‏هیات باندی حمله شوې د‏ه


د امریکا اردو وایی چی د امریکا په یوه طبی هیات باندی د کنړ په ولایت کی هغه وخت حمله وشوه چی د کلیو خلکو ته یې طبی مرستی رسولې . نظامی مامورین وایی چی په دې حمله کی چی پرون په اسعد آباد کی وشوه چاته تاوان نه دی رسیدلی . په کنړ کی د تیری جمعې په ورځ د امریکایی قواو په هوایی حملو کی ١٧ ملکي کسان وژل شوی وو . د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي دا حمله غندلې ده . د امریکا نظامی مامورینو د ملکی خلکو د وژلو له کبله معافی غوښتې او ویلی یې دي چی ددې خلکو د وژلو په باب تحقیقات روان دي . په عین حال کی د امریکا اردو دا تایید کړې چی د سمندری قواو دوه عسکر یې چی په دې سیمه کی د تیری سه شنبې راهیسی ورک وو د هغوی مړي یې پیدا کړی دي . دوی وایی چی یواځی یوکوماندو عسکر یې په دې هیات کی ژغورل شوی دی . مگر د څلورم عسکر د پیدا کیدو کوششونه دوام لری .

XS
SM
MD
LG