د لاس رسي وړ اتصالات

په لندن کی څو چاودنی وشوی


په ېوه وار په لندن کی څو څو چاودنی وشوی،چه د لندن د زېر زمېنی اورگاړی او دوه پوړه ښاری بسونه ېې ولړزول صدراعظم ټونی بلېر دا چاودنی وحشېانه ترورېستی اعمال وبلل او حکومتی ماموران واېې چه لا اقل اووه دېرش کسان وژل شوی دی او سلگونو نور ډېر سخت زخمېان شوی دی. ېو پټ سازمان چه پخوا چا نه پېژانده او ځان په اروپا کی د القاعدی د سری سازمان په نوم ېادوی، ددغه چاودنو مسوولېت ېې قبول کړی دی. دا چاودنی په داسی وخت کی شوی چه په لندن کی معمولا د خلکو ډېر اذدحام وی او له بلی خوا په سکاټلېند کی د اتو صنعتی هېوادو د مشرانو غونډه روانه وه. د روسل نوی مشهوری چهاراهئ سر ورڅېرمه ېو دوه پوړه ښاری سروېس په پوره توگه وېجاړ شوی دی او د ښار د اورگاړو زېر زمېنی نظام مختل شوی دی. ېو مسافر د خپلو سترگو لېدلی حال په دی ډول بېان کړ: د چاودنی سره سم د اورگاړی ټولی کړکئ ماتی شوی او هره خوا گډوډی شروع شوه..ما په ډېره سخته ځان د ړنگ شوی اور گاړی نه راخلاص کړ، او زما په شمول په هر چا باندی سخته وېره ولگېده. حتی زما خو په خپل ځان باندی دا گومان شو چه مړ شوم. صدراعظم ټونی بلېر چه ډېر وارخطا او هېجانی ښکارېده د سکاټ لېنډ نه راسا په خپله وېنا کی ووېل: زه په دی باب ډاډه ېم چه دا چاودنی په ښه شان ترتېب شوی وی او مقصد ېې همدا وو چه د اتو صنعتی ملکونو د مشزانو د غوڼدې سره سمی وکړی. خو نوموړي ووېل چه دې او د نړی نور مشران به ددی چاودنو او حملو چه پروا ونه ساتی په گلېنېگلز کی به خپلی غونډې ته دوام ورکړی. ښاغلي ټونی بلېر ددی حملو عاملېن مخاطب کړل او وېې وېل، دا خبره ډېر زېات د اهمېت وړ ده چه ترورېستان باېد ښه وپوهېږی چه،مونږ د خپل ځان او خپلو ارزښتونو نه د دفاع پخه اراده کړی ده. اود هغوی د هغه ارادې نه چه دخلکو د وژلو لپاره ېې کړی، زمونږ د ژوند ارزښتونه ډېر لوړ دی.مونږ د هغوی دا هېله هم نه شوو منلی چه په نړئ باندی ېې د افراط د تحمېلولو په غرض لری. ټونی بلېر ددی حملو نه لږ څه وروسته د اتو صنعتی ملکونو د مشرانو سره ېوځای راښکاره شو،او ېوه شرېکه اعلامېه ېې ولوستله. د صدراعظم ټونی بلېر د وېنا نه لږ څه وروسته جمهور رېس بش هم ېو لنډه وېنا وکړه، د وژل شوو خلکو او زخمېانو د خپلو خپلوانو سره خپله خواخوږی وښودله. ښاغلي بش قول وکړ چه د ترورزم د ماتی پوری به خپلی مبارزی ته دوام ورکړی.

XS
SM
MD
LG