د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مخصوصی قوی د جنگیالي مړی میندل شوی دی


د امریکا پوځی مامورین وایی چه د امریکایی د مخصوصی قوی د هغه جنگیالی مړی یی میندلی دی چه دوه هفتی پخوا په افغانستان کی ورک شوی و. امریکایی مامورینوویلی دی چه دا مړی یی دوشنبه، دوه ورځی وروسته له هغه پیداکړ چه تندروطالبانو وویل چه دوی دغه امریکایی نیولی او وژلی دی. امریکایی مامورین وایی داسی ښکاری چه دا کوماندوپه جگړه کی وژل شوی نیول شوی، او اسیر نه و نیول شوی. هغه د امریکا د ‏‏خاصوعملیاتود څلورکسیزی ډلگۍ غړی و چه د کنړ یوی غرنی سیمی ته لیږل شوی وه. ددی ډلگۍ یو بل غړی د جولای په دریمه د دوه نوروجنگیالیود مړو د پیدا کیدونه یوه ورځ وروسته وژغورل شو. ددغوکوماندوعسکرود لټون په وخت کی یو امریکایی هلیوکوپتروویشتل شواوپه کی سپاره ١٦ کسه ټول ووژل شول. له بلی خوا امریکایی مامورین وایی چه د هغو څلوروسړیولټون دوام لری چه ددښمن ډیرخطرناک جنگیالی گنل شودی، اونن د بگرام په هوایی اډه کی د توقیف نه تښتیدلی دی.

XS
SM
MD
LG