د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایی او افغاني عسکرو په افغانستان کی ١٧ یاغیان وژلي دي


د امریکا اردو وایی چی امریکایی او افغان عسکرو د افغانستان په جنوب کی په دوو ورځو جگړو کی ١٧ یاغیان وژلی دي . په یوه بیانیه کی چی نن خپره شوې ویل شوی دي چی عسکرو دغه راز په هغوجگړو کی چی ددوشنبیې اوسه شنبې په ورځو یې د زابل په ولایت کی وکړې شپږ یاغیان ژوندي هم نیولی دي . په عین حال کی افغان مامورینو ویلی دي چی یاغی طالبانو د حکومت طرفدار یو غټ ملا وژلی دی . هغه صالح محمد نومیده او کله چی د هلمند په ولایت کی خپل مسجد ته روان و د موټر سایکل نه ډزی پر وشوې . هغه د افغانستان د علماو د معتبري شورا غړئ هم و . دا د حکومت د طرفدارو ملایانو د وژلو په لړ کی چی په هغه ملک کی به په دې راتلونکي سیپټامبر کی پارلمانی انتخابات کیږی ، وروستۍ پېښه ده .

XS
SM
MD
LG