د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او امریکایی قواو درې اسلامی مبارزین وژلي او ١٥ تنه یې نیولي دي


په افغانستان کی د امریکا اردو ویلی دي چی امریکایی او افغاني قواو په روزگان کی د جگړو په وخت درې مشکوک مبارزین وژلي او ١٥ تنه یې نیولي دي . په یوه نظامی بیانیه کی ویل شوي دي چی نن سهار وختی د امریکا او افغانستان د عسکرو په گډي گزمې باندی ډزي وشوې چی له دې کبله جگړه ونښته او د امریکا په مشري ائتلافي قواو هوایی حملې وکړې . دوه افغان عسکر سپک زخمی شوي دي . د امریکا یوه پوځي نطاق وویل چی دا پېښه په هغه ځای کی شوې چی هلته د خلکو د استفادې د پاره یو سړک جوړیږی . پرون د امریکا د چینوک ډوله هلیکوپتر په سپین بولدک کی د جگړو په وخت کله چی یې غوښتل په ځمکه کښینی تباه شوی دی . عسکرو د یاغیانو ضد عملیات کول . اردو وویل چی په دې هلیکوپتر کی شپږ د عملې غړي او ٢٥ افغان عسکر وو او تلفات نه دي اوښتي او هلیکوپتر ددښمن په ډزو کی نه دی رالویدلی .

XS
SM
MD
LG