د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د بم په چاودنه کی یو امریکایی عسکر وژل شوی دی


په افغانستان کی د امریکا اردو وایی چی د غزني په ولایت کی د بم په چاودنه کی یو امریکایی عسکر وژل شوی دی . اردو وویل چی امریکایی عسکرپرون په سیمه کی په عملیاتو اخته وو چی بم ورته وچاود او دوه تنه یې زخمي کړل او دواړه د بگرام هوایی اډې ته د علاج د پاره ورسول شول چی یو یې وروسته مړ شو او دبل حال ښه دی . دغه راز پرون مشکوکو یاغي طالبانو یوه افغانه ښځه په دې تور ووژله چی امریکایی قواو ته یې جاسوسی کوله . افغان مامورینو دا ښځه نه ده پیژندلې مگر ویلی یې دي چی په هغې باندی د زابل په ولایت کی په خپل کور حمله وشوه . دا پېښه په داسی وخت کی کیږی چی بله میاشت په افغانستان کی پارلماني انتخابات کیدونکي دي او یاغي طالبانو او د هغوی طرفدارانو په خاصه د افغانستان په جنوبی او ختیځو سیمو کی حملې زیاتی کړی دي .

XS
SM
MD
LG