د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو لبنانئ انجنیر چی یرغمل یې نیولی و خوشی کړی دی


افغان چارواکي وایی چی یاغی طالبانو هغه لبنانی انجنیر خوشی کړی دی چی ددې هفتې په سر کی یې تښتولی و . هغوی وویل چی احمد رضا نن سهار د زابل په ولایت کی د پولیسو یوې پوستې ته نژدې خوشی شوی دی . ښاغلي رضا د سړک جوړولو په یوې امریکایی پروژې کی کار کاوه چی په یکشنبې د کابل کندهار د سړک په اوږدو کی ونیول شو . سړي تښتونکو گواښ کړی و چی که هغه ترکي کمپنۍ چی ده کار ورسره کاوه د افغانستان نه ونه وځی نو دغه انجنیر به ووژنی . مگر دا لا تر اوسه نه ده معلومه چی د هغوی دا غوښتنه منل شوې ده که نه

XS
SM
MD
LG