د لاس رسي وړ اتصالات

څلور امریکایی عسکر د افغانستان په شمال شرق کی زخمیان شول


د امریکا نطاقان وایی چه څلور امریکایی عسکر د افغانستان په شمال شرق کی په داسی حال کی زخمیان شول چه د هغوی زیریدار موتر په یوه بم باندی چه یاغیانو د سړک په غاړه ورته ایښی وو. پر دوی باندی په داسی حال کی حمله وشوه چه په کنر کی اسد آباد ته نژدې د یوه بل بم د خنثی کولو د کار څخه تازه را ستانه شوی وو. په یوه پوځی بیان کی ویل شوی دی چه زخمی پوځیان بگرام ته بیول شوی او وضع یې ښه ده. په بیان کی همدا راز راغلی چه امریکایی او افغانی پوځیانو د مسؤلو کسانو د نیولو یا وژلو هڅی شروع کړی دی په پخوا کی دې ته ورته حملو ملامتی په طالبانو اچول شوې.

XS
SM
MD
LG