د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ١۴ یاغي طالبان افغانستان ته سپارلي دي


د افغانستان حکومت کابل ته د پاکستان له خوا د ١۴ یاغي طالبانو د سپارلو هرکلی کړی دی . مگر د خپل دغه گاونډي ملک نه یې غوښتي دي چی نور مشکوک مبارزین هم چی په پاکستان کی پټ شوی دي په لاس ورکړی . د افغانستان د حکومت یو نطاق وایی چی دا کار به ددواړو هیوادو تر منځ روابط تقویه کړی او د تروریزم سره په جگړه کی به د همکاریوه نوې ساحه منځ ته راوړی . په هغوی کی چی د افغانستان حکومت ته سپارل شوي دي یو لطیف حکیمی او بل محمد یاسر دی چی ځانونه یې د طالبانو نطاقان بلل . د افغانستان دولتي تلویزیون دغه ١۴ کسه په داسی حال کی وښودل چی افغان عسکرو هغوی پرون د یوې نظامی الوتکي نه را ښکته کړل او د ټولو سترگي تړل شوی وې . افغان مامورین وایی هغوی به په دې تور چی په حکومتي ځایونو او اهدافو او همدا راز په افغاني او ائتلافی قواو باندی یې حملې کولې محاکمه کړای شی له بلی خوا نن د کندهار په ښار کی د یو بم په چاودنه کی چی په بایسکل تړل شوی و یو پولیس وژل شوی او دوه ملکی کسان زخمی شوی دي .

XS
SM
MD
LG