د لاس رسي وړ اتصالات

د القاعده ېو عالېرتبه غړی د شمالی وزېرستان په قباېلی سېمه کې وژل شوېدی


د پاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف وایی د القاعده ېو عالېرتبه غړی د شمالی وزېرستان په قباېلی سېمه کې وژل شوېدی. جنرال مشرف هغه رپوټونه تائېد کړل چې ابوحمزه رابېاس وژل شویدی. ښاغلی مشرف نن د شنبی په ورځ کوېټ ته درسېدو سره سم داخبر تائېد کړیدی. د پاکستان چارواکی وایی چې ابو حمزه رابېاس د هغو خلکو په ډله کې و چې د پنجنشبی دورځی په ېوه ستره چاودنه کې ووژل شول. د ابو حمزه په باب وېل شویدی چې د القاعده د نړېوالو عملېاتو مشری ېې په غاړه وه. رپوټ وایی د پاکستان په لسگونو زره عسکر د شمالی وزېرستان په سخته غرنی اونېمه خود مختاره سېمه کې ددی لپاره اچول شویدی چې په بهرنېو جنگېالېو پسی لټون وکړی.

XS
SM
MD
LG