د لاس رسي وړ اتصالات

مشکوکو طالب یاغیانو د هلمند په ولایت کی  د ملکی خلکو  او پولیسو په یوه ډله  ډزی کړېدي او دری تنه یی وژلی دی


د افغانستان دولتی مقامات وایی چی مشکوکو طالب یاغیانو د هلمند په ولایت کی د ملکی خلکو او پولیسو په یوه ډله ډزی کړېدي او دری تنه پکی مړه شویدی. د هملند ولایت یو دولتی مامور غلام محی الدین ویلی دی چی پولیس او ملکی کسان د سړ ک په غاړه ولاړ وو او خبری یی کولی چی ډزی پری شروع شوی. په ډزو کی دوه د پولیس مامورین ژوبل شوی هم دی. د ډزو نه پس حمله کونکی د پیښی د ځایی نه تښتیدلی دی . او تر اوسه په دی ارتباط نه دی نیول شوی. دا څلورم کال دی چی په افغانستان کی د امریکا په مشرئ د قواو لخوا د طالبانو د رژیم د ختمولو نه پس د یاغیانو حملی دوام لری. یوازی په دی روان کال کی د تشد د په پیښو کی په افغانستان کی د ١۴ سوو نه زیات خلک وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG