د لاس رسي وړ اتصالات

یاغي طالبانو د حکومت پر یوې ودانۍ حمله کړېده، او لږترلږه یې اته تنه پولیسان وژلي او ښپږ تنه نور یې ټپیان کړي دي


د افغانستان چارواکي وایي یاغي طالبانو په یوې ولسوالۍ کي د حکومت پر یوې ودانۍ حمله کړېده، او لږترلږه یې اته تنه پولیسان وژلي او ښپږ تنه نور یې ټپیان کړي دي. د افغانستان د حکومت یوه نطاق، یوسف ستانېزی، پرون دغه حمله چي د سهار په توره خړه د هلمند د ولایت د هزارجفت په ولسوالۍ کي شوې وه، تایید کړې ده. رپورت وایي یاغیانو اول دغي ودانۍ ته اور واچاوه او وروسته یې بیا درې ساعته جگړه وکړه. پدغه نښته کي پنځه تنه یاغیان هم مړه شوي دي. افغان چاوراکي وایي په یوه بله جگړه کي چي د زابل په ولایت کي وشوه یو پولیس او یو سرتېری مړ شوي دي. په تېره اونۍ کي، یاغیانو پر پولیسو، پر افغان پوځ، او د امریکا په مشري د ایتلاف پر قواو باندي سختي حملې کړي دي. رپورت وايي داسي سختي حملې په تېرو څلورو کلونو کي چي امریکايي قواو طالبان له قدرت څخه وغورځول نه وې شوي. د مرگ ژوبلي او تشدد زیاته برخه په جنوبي ولایتونو کي پېښېږي.

XS
SM
MD
LG