د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کی د يو سر تيری انتحاري حمله


د افغانستان مامورین وایي یوه سرتېري چي په ځان پوري یې بمونه تړلي وه خپل ځان په کندهار کي د امریکا په مشري د ایتلافي قواو یوه کاروان ته نېژدې په بم والوزاوه چي ترلږتره درې تنه یې ټپیان کړل. چارواکي وايي چي دغه سرتېري د یکشنبې په ورځ هغه چاودونکي مواد چي په ځان پوري یې تړلي وو د کندهار د والي کورته څېرمه وچول. مامورین وایي چي په عسکرو کي مرگ ژوبله نده شوې. رپورت وایي چي د کندهار په ناکراره سیمه کي د امریکا په مشرۍ د ایتلاف او افغانستان په قواو باندي دغه تازه برید گڼل کېږي. دغه راز، د هلمند په ولایت کي د هزارجفت په ولسوالۍ کي د حکومت په یوې دوانۍ باندي د شنبې په ورځ د یاغي طالبانو په یوې حملې کي اته پولیسان ووژل شول او ښپږ نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG