د لاس رسي وړ اتصالات

په مزار شریف کی د بم چاودنه شویده


په مزار شریف کی روضی مبارکی ته نژدی، یو بم چاودلی اومقامات گومان کوی چه دا به د کوم سرتیری کار وی. دوی همدغه راز، زیاتوی چه په دی چاودنه کی څوک ندی ژوبل شوی. د مزارشریف پولیس وایی، دا نده معلومه چه دا د کوم سرتیری حمله وه اوکه ددی سړی سره چاودونکی مواد وو، او د وخت نه مخکی وچاودل. د سرتیری هویت اود چاودنی وجه نده معلومه خو پولیس ددی پیښی تحقیق کوی. په یوه بله پیښه کی د بدخشان د ولایت په مرکزفېض اباد کی یوماین،چه په خره بار و، د جرمنی دمرستی د موسسی یوه موټرته نژدی چاودلی اوتاوانی کړی یی دی.

XS
SM
MD
LG