د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په شمال کی د بم چادونه


د افغانستان په شمال کی د سړک د غاړی د بم په چادونه کی ناټو په مشرئ د قواو دوه تنه عسکر او دوه ملکی کسان ژوبل شویدی. په افغانستان د سوله ساتنی نړیوالی قوی نطاق ویلی دی چی دا پیښه هغه وخت وشوه کله چی د ناټو عسکر په بغلان ولایت کی دیو سړک نه تیریدل

په چادونه کی ژوبل شوی د ناټو عسکر پخپله د ناټو روغتون ته وړل شویدی او اوس وایی چی حالت یی د خطرنه لری دی

یو نامعلومه نفر چی ځان یی د طالبانو ویاند معرفی کړی ، ددغی چاودنی مسولیت په غاړه اخیستی دی

په افغانستان کی د ناټو قواوی زیاتره په مرکز کابل کی موقعیت لری او دی نه علاوه د افغانستان د شمال او لودیز په نسبتاً ارام سیمو کی فعالیت کوی. په افغانستان کی د چی د امریکا په مشرئ قواو باندی دهیواد په جنوبی او ختیځو برخو کی کومی حملی کیږی ، هغه د ناټو په عسکرو کیدونکو حملو نه زیاتی دی.

XS
SM
MD
LG