د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی  دوه امريکای عسکر ووژل شول


د کڼرو په ولایت کي، د امریکا د پوځ یو موټر د سړک د غاړي پر یوه بم باندي وخوت او یو عسکر یې وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.

د متحده ایالاتو د پوځ نطاق وایي امریکایي عسکرو د اسعد اباد د ښار په جنوب شرقي برخه کي خپل موټر چلاوه. کڼر یو غرنی ولایت دی چي د پاکستان پر لاري باندي پروت دی او د افراطیانو د سېب ځای گڼل کېږي.

په یوه بله پېښه کي، یو امریکایي عسکر هغه وخت مړشو او څلور نور ټپیان شول چي د کندهار ښار ته څېرمه یې موتړ چپه شو. د متحده ایالاتو د پوځ یوه اعلامیه وایي پدې پېښه کي د دښمن قواوو لاس نه لاره. کندهار د طالبانو د ړنگ شوي رژیم یو پوخ سنگر دی.

XS
SM
MD
LG