د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په قلات کی د یوه ښوونځي سرښوونکی حلال کړی دی


مشکوکو یاغي طالبانو په قلات کی د یوه ښوونځي سرښوونکی حلال کړی دی . دا دهغو حملو په لړ کی وروستۍ حمله ده چی په هغو ښوونکو او ښوونځیو باندی کیږی چی په کی نجونو ته سبق ویل کیږی .

پولیس وایی چی حمله کوونکي چی څلور تنه وو عبدالحبیب په زور سره د خپل کور نه وایست او پرون یې په قلات کی حلال کړ .پولیس وایی دوی گمان کوی چی دا به د پاته طالبانو کار وی ، مگر تر اوسه چا څه نه دی ویلی چی دا کار چا کړی دی . طالبان په ښکاره د ښځو د ښوونی او روزنی او د کور نه دباندی د هغوی د کار کولو سره مخالف دي .

د هغه وخت را هیسی چی د امریکا په مشری قواو په ٢٠٠١ کال کی طالبان پسې واخیستل په ټول افغانستان کی په هغو ښوونځیو باندی چی نجوني شاملوی او د هغو په ښوونکو باندی زیاتی حملې کیږی .

تیره میاشت یاغیانو د هلمند په ولایت کی یو ښوونکی د ښوونځی ددرس د کوټې نه وایست او کله چی هغه د حمله کونکو هغه امر ونه مانه چی ورته ویې ویل چی نجونو ته دی سبق نه وایی ، نو یې هغه د ښوونځی په دروازه کی وواژه .

XS
SM
MD
LG