د لاس رسي وړ اتصالات

د اسراییلو د صدراعظم اریل شرون  حال سخت مگر  ثابت دی


د اسراییلو صدراعظم اریل شرون د جراحی عملیاتو دپاره یو وار بیا هغه وخت په چټکی د جراحی کوټی ته یو ړل شو چی داکترانو ددماغی خونریزی او د هغه په دماغ کی د فشار د زیاتیدو نښی نښانی ولیدلی او عاجل عملیات یی وکړل په بیت المقدس کی د ‏‎حداثه ‏‎ د روغتون داکتر ‏‎شلومو مور یوسف‏‎ نن وویل چی د معایناتونه وروسته دا معلومه شوه چی د هغه په دماغ کی پړسوب پیدا شوی د ی او ځکه مو په عاجله توگه د هغه جراحی عملیات وکړل چی څلور ساعته وخت یی ونیو د اسراییلو صدراعظم اریل شرون د پنجشنبی د ورځی را هیسی کله چی یی په دماغ کی خونریزی پیښه شوه د کوما په حالت کی دی ښاغلی شرون د چهار شنبی په شپه وروسته له هغه چی په خپل کور کی حمله پی راغله په عاجله توگه روغتون ته ورسول شو هغه ته ددسامبر په میاشت کی هم سپکه دماغی سکته پیښه شوی وه د ښاغلی شرون مرستیال ایهود اولمیرت د هغه پر ځای د صدراعظمی دنده په غاړه اخستی ده

XS
SM
MD
LG