د لاس رسي وړ اتصالات

ملا محمد عمر د حکومت سره د پخلا کیدو غوښتنه رد کړیده


د افغانستان د طالبانومشرچه پټ گرځی، د جمهورریس حامد کرزی دا غوښتنه رد کړیده چه وایی ملا محمد عمردی د حکومت سره د پخلا کیدوپه لټه کی شی.

ملا لوړه کړیده چه حملو ته به زور ورکوی.ښاغلی کرزی پرون ووویل دی ته چمتودی چه د ملا محمد عمرخبره واوری مگرد طالبانو مشردی اول دخپلو اعمالوحساب ورکړی.

یوه سړی چه ځان یی د طآلبانو نطاق باله، نن د ښاغلی کرزی غوښتنه رد کړه، او وی ویل چه ښاغلی کرزی د امریکایانود ډنډورچی نه پرته بل څه شی ندی. ښاغلی ملا عمرپه خپل پیغام کی بیا د امریکا په خلاف دجهاد غږ کړیدی.

د متحده ایالاتوپه مشرۍ قواووطالبانورژیم ته په کال یو دپاسه دوه زرم کی سقوط ورکړځکه چه طالبانو امریکا ته د القاعدی د مشرعسامه بن لادن د سپارلو نه انکاروکړ. امریکا د ملا محمد عمرپه سرلس ملیونه ډالرانعام ایښی دی.

فکر کیږی چه هغه او بن لادن د پاکستان اوافغانستان په سرحدی علاقو کی چیری پټ شویدی.

XS
SM
MD
LG