د لاس رسي وړ اتصالات

اووه پاکستاني عسکر او څوارلس اسلامي مبارزین په یوه جگړه کی وژل شوی دي


پاکستاني مامورین وایی چی د افغانستان سره سرحد ته نژدې د مبارزینو او حکومتي عسکرو تر منځ په جگړه کی اووه عسکر او ١۴ مشکوک مبارزین وژل شوي دي .

مامورین وایی چی عسکرو په حمله کونکو باندی چی د میرانشاه په ختیځ کی یې په یوې عسکری چوڼۍ بادی راکټونه وار کړل متقابلي ډزي وکړې . د توپکو جگړه یونیم ساعت اوږده شوه .

دا په دوو ورځو کی په دې سیمه کی په پاکستاني قواو باندی دوهمه حمله وه . په دوشنبې هم د میرانشاه په لودیځ کی د عسکرو په یوې تاڼې باندی د راکټونو ډزي وشوې چی درې پاکستاني عسکر په کی زخمیان شول . او په تیره هفته کی په یوې بلي تاڼې باندی په حمله کی اته عسکر وژل شوی وو .

پاکستان د افغانستان سره د سرحد په اوږدو کی په لسهاو زره عسکر اچولي دي چی د القاعده او طالبانو مبارزین وځپی .

XS
SM
MD
LG