د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې صدراعظم ملت ته ډاډ ورکړی چی د مرغانو ناروغي یې کنټرول کړې ده


د ترکیې صدراعظم طیب اردووان د ترکیې خلکو ته ډاډ ورکړی دی چی د مرغانو د انفلواینزا ناروغي په ملک کی تر کنټرول لاندی راغلې ده . دا په داسی حال کی چی د روغتیا مامورینو په انسانانو کی ددې ناروغي د پنځلسمي پېښي اعلان هم وکړ .

ښاغلي اردووان وویل چی د کرني مامورین حا لات له نژدې څاری . د کرني مامورین وایی چی دوی تقریبا ٣٠٠ زره مرغان وژلي دي او خلکو ته یې د معلو ماتو ورکولو مبارزه پیل کړې چی هغوی په دې پوه کړاشی چی د ناروغو مرغانو سره تماس ډیر خطرناک دی او باید چی دا کار ونه کړی .

په ترکیه کی همدا اوس تقریبا ٧٠ تنه په روغتون کی بستري دي چی فکر کیږی د مرغانو د ناروغي نښي نښانې لری ، مگر اسوشیټیډ پریس خبري آژانس د روغتیا د مامورینو له قوله وایی چی په هغوی کی اکثره یې د معایناتو نه وروسته وښودل چی دا ناروغي نه لری .

په اوکراین کی هم د روغتیا مامورینو پرون د کریمیا په ټاپو وزمه کی د چرگوړو په درو فارمونو کی ددې ناروغۍ نوي پېښي تایید کړی دي .

XS
SM
MD
LG