د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان د جمهوررئیس حامد کرزی دترکېې سفر


دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی دترکېې دجمهوررئیس احمد نیجت سیزر او دصدراعظم رجب طیب ایردووان سره ولیدل .

ښاغلې کرزی وویل، افغانستان ترکېه داسی یوهیواد گڼی چې د ډیموکراتیک رول لوبولو یوه نمونه ده . ښاغلې کرزی وویل، دافغانستان خلک په خاصه توگه دترکېې هغه کوښښونه ستائې چې دتروریزم او مذهبی بنیاگرائې په خلاف ئې کوی.

افغان او ترکېې مشرانو ومنله چې دافغانستان په بیاودانولوخپله همکاری زیاتوی . جمهوررئیس سیزر وویل، ترکېې پتیلی ده چې دافغانستان په ثبات او دوامداره امنیت او بیاودانولو کې ونډه اخلی . ښاغلې سیزر وویل، ترکېه دافغانستان ملی حاکمیت، ملی یووالی او ځمکنی تمامیت ته اهمیت ورکوی او دملی اردو او پولیسو په روزنه کې به خپلی مرستی ته دوام ورکړی .

دترکېې خصوصی پانگه وال او دمرستو درسولو مؤسسی څه دپاسه دیو میلیارد ډالرو په ارزښت په افغانستان کې پرمختیائې پروژی پرمخ بیائې. جمهوررئیس کرزی دترکېې دکارو بار خاوندانوته وویل، افغانستان دپانگی اچونی لپاره یوښه ملک دی . ښاغلې کرزی وویل، په تیروڅلورو کالو کې ډیر قوانین تعدیل شویدی . ډیر هغه خنډونه له منځه وړل شویدی چې په افغانستان کې دکاروبارکولو په مخکې پراته ؤ .

ښاغلې کرزی وویل، دترکېې سره دافغانستان روابط ډیرې اوږدې ریښی لری او دمعاصرې ترکېې دمؤسس مصطفئ کمال ‏اتاترک دوری ته رسیږی چې دا د شلمۍ بیړۍ سرؤ . په زرگونو افغان محصلینو دترکېې په پوهنتونونو کې درس ویلی دی . ترکېې په دوه زره پنځم کال کې په افغانستان کې اوه ‏(‎ ٧ ‏)‎ لومړنی ښونځی، دوه لیسې او یودښځومسلکی مرکز جوړ کړی ؤ. ترکېې په افغانستان کې روغتونونه او دښځو لپاره کلینکونه جوړ کړیدی او په ټول هیواد کې ئې یوزیات شمیر څاه گانی کندلی دی .

جمهوررئیس جورج ډبیلو بوش وائې، افغانستان دډموکراسۍ په لور ثابت پرمختگ کړیدی . ښاغلئ بوش خپلې خبری ته دوام ورکوی او وائې: ١ جمهوررئیس کرزی انتخاب شویدی. افغانستان اوس برحاله پارلمان لری . دا دحیرانتیا خبره ده چې افغانستان دطالبانو له وخت نه راپدی خوا څومره پرمختللی دی .

جمهوررئیس بوش وویل، امریکا داوږدی مودی وعده کړیده چې دافغانانو سره دېوې آزادې ، ډاډه او سوکالې راتلونکی په برابرولو کې مرسته کوی .

XS
SM
MD
LG