د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا او د توری بحیرې ملکونه په ترکیه کی د مرغانو د ناروغۍ د راپیدا کیدو نه وروسته خپل سرحدونه کنټرولوی


اروپایی مامورین وایی چی په داسی حال کی چی ترکیه د مرغانو د انفلواینزا سره مبارزه کوی دوی د خپلو سرحدونو کنټرول زیات کړی او د مهاجرو مرغانو څارنه کوی .

د ملگرو ملتو د خوراکی موادو او زراعت سازمان خبر داری ورکړی چی ددې ناروغۍ مرگاني میکروبونه به په ترکیه کی پسې زیات سی او نژدې ملکونه به د خطر سره مخامخ کړی .

د ترکیې د روغتیا مامورینو خپلو خلکو ته ویلی دي چی تشویش ونه لری ، مگر د هغوی نه یې غوښتی دي چی د هغو مرغانو سره په تماس کی نه شی چی په دې ناروغي اخته شوی دي .

د ملگرو ملتو مامورین وایی چی آسیا ددې ناروغی په خپریدو کی تر ټولو غټ دی .

XS
SM
MD
LG