د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي او افغان عسکرو په افغانستان کې په بیلو بیلو حملو کې لږ تر لږه اته تنه مشکوک تندوران وژلي دي


د افغانستان ددفاع د وزارت مامورین وايي چې نن د پکتیا په ولایت کې په یوه جگړه کې دوه یاغیان او یو افغان عسکر وژل شوی دی. دا جگړه د اردو پر یوه مورچل باندی د یوې حملې نه وروسته پیل شوه.

د پکتیا له دې جگړې یوه ورځ د مخې شپږ تنه مشکوک تندروان د ارزگان په ولایت کې وژل شوي ؤ.

په هغې جگړې کې هیڅ یو امریکایي یا افغان پوځي نه دی ژوبل شوی. د کندهار په ولایت کې نامعلومو ټوپکیانو ملا خاکسار وژلی دی. هغه د طالبانو د حکومت په وخت د کورنیو چارو د وزیر مرستیال ؤ. خو د هغه رژیم له سقوط نه وروسته یې هغه غندلی ؤ.

په خوست کې لږ تر لږه ٢٢ کسان پریوې ډلې باندې د بم په حمله کې ټپي شوي دي. دا کسان د لوی اختر په مناسبت راغونډ شوي وو. په عین حال کې یوه مشکوک له سره تیر د هلمند په ولایت کې نن د امریکا پر پوځي کتار باندې د بم په حمل کې پخپله بم چوونکی وژل شوی دی. او بل څوک ژوبل شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG