د لاس رسي وړ اتصالات

په انتحاری بم باندی احتجاجی مظاهره


په زرگونو افغانان په هغه ښار گوټی کی چی پاکستان سره سرحد لری را غونډ شوی و او په هغه انتحاری بم باندی یی یاحتجاج کاوه چی مظاهره چیان د هغه ملامتی پر پاکستان باندی اچوی .

احتجاج کونکو نن د پاکستان پر رسمی مقاماتو دا پړه واچوله چی د هغو دهشتگرانو تر شا ولاړ د یچی ددوشنبی په ورځی یی دا حمله وکړه .

د سپین بولدک په سرحدی ښار کی لږ تر لږه یو ایشت کسان هغه وخت ووژل شول او شل نور زخمی شول چی یوه حمله کونکی خپل موټر سایکل د هغو خلکو په گڼی گوڼی باندی وروست چی د غیږی نیولو د مسابقی ننداری یی کوله .

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی د انتحاری بمونو د زیاتیدو له کبله اندیښنه وښوده او ویی ویل چی افغانستان او بین المللی ټولنه په گډه د دهشتگری په ضد مبارزه کوی .

هغه وویل که غربی هیوادونه په افغانستان کی د دهشتگری په ضد ونه جنگیږی،دی ته به مجبور شی چی بیا په خپلو پایتختونو کی ورسره مقابله وکړی.

XS
SM
MD
LG