د لاس رسي وړ اتصالات

په اندونیزیا کی یودری کلن هلک په دی هفته کی د مرغانو په زوکام باندی مړشو


په اندونیزیا کی طبی ازموینی ښیی چه یودری کلن هلک چه په دی هفته کی د مرغانو په زوکام باندی مړشود مرغانو په همدی مرض اخته شوی وچه نن سبا یی د خپریدوویره په ټول عالم کی خپره شویده.

ددی هلک دیارلس کلنه خورتیره هفته همدی مرض ووژله اوددی کورنۍ دریم ماشوم هم ناروغ دی او د مرغانود مرض اعراض په کی معلومیږی.

ددغودریو واړوماشومانو ازموینی په هانکانگ کی د نړیوالی روغتیایی موسسی په طبی لابرابراتوارونو کی دوام لری.

د هانکانگ مقامات وایی چه یومرغه هم په دی مرض مړشویدی.

اوکراین اوکریمیا ته هم ددی مرض سرایت تایید شویدی. د اوکراین مقامات وایی دوی لا ندی پوهیږی چه دغه مرض چه په اوکراین کی په چرگانوکی گډ شوی هماغه وژونکی ډول یی دی اوکه نه؟

نړیوالی روعتیایی موسسی ویلی چه د کال ٢٠٠٣ راهیسی په ترکیه اواسیا کی دی مرض ٨١ کسه وژلی دی

XS
SM
MD
LG