د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د ذروی وسلو د جوړولو کوششونه


د ایران مذهبی مشر ایت الله علی خامنه یی وایی ایران د ذروی وسلو د جوړولو کوشش نه کوی او د هغه هیواد به د خپل دی حق نه تیر نشی او د ذروی تکنالوژی د پر مخ بیولو کار ته به دوام ورکی .

هغه نن په تهران کی خبری وکړی او ویی ویل چی غربی نړی پر ایران باندی اغیزه نشی کولای .

هغه وویل د ذروی وسلو لاس ته راوړنه د اسلام د اساساتو په خلاف ده او همدا راز د هغه هیواد سیاسی او اقتصآدی گټو ته هم تاوان روسوی .

ایت الله خامنه یی وروسته له هغه دا خبری وکړی چی المان فرانسی او برتانیی په رسمی توگه ملگرو ملتونو د اتمی انرژی د اداری د پنځه دیرش غړو هیوادو نه وغوښتل چی په عاجله توگه دی د فبروری په دوهمه نیټه په ویانا کی را ټول شی .

اروپایی اتحاد د ملگرو ملتونو د اتمی انرژی د اداری نه غواړی چی د ایران رپوټ دی د ملگرو ملتونو امنیت شورا ته وسپاری چی کیدای شی پر ایران باندی که د نړیوالو اصؤلو نه یی سر غړونه کړی وی بندیزونه ولگو ی .

XS
SM
MD
LG