د لاس رسي وړ اتصالات

هند او پاکستان د سولی دوه ورځنی خبری سر ته ورسولی


هند او پاکستان په نوی دهلی کی د سولی دوه ورځنی خبری سر ته ورسولی او دی موافقی ته ورسیدل چی د کشمیر ځینو نورو برخو ته به د بس سرویس بله لاره هم پرانیزی .

د هند خارجه چارو وزیر پیام ساران نن وویل دواړی خواوی غواړی چی په راتلونکی مارچ او یا اپریل کی په سرحد کی د بس سرویس په لیکه دهند د پونچ او د پاکستان د راولکوټ ښارونو سره وتړل شی.

خو ښاغلی ساران په اسلام اباد باندی داتور هم و لگاوه چی اوس هم پاکستان په هندی کشمیر کی د اسلامی تندروانو د مخنوی دپاره پوره کوشش نه کوی .

هغه وویل د سرحد په اوږدو کی د تررزم ختمیدل نه شته خو د هغه پاکستانی انډول ریاض محمد خان ډاډ ورکړ چی پاکستان په ټینگه د تررزم د ختمولو او له منځه وړلو دپاره ملا تړلی ده .

په هغه گډه اعلامیه کی چی د هند او پاکستان له خوا خپره شوه دا موافقه هم شوی ده چی د کشمیر پر جنجلی مسلی به خبرو ته دوام ورکوی .

د سه شنبی په ورځ دواړو خواو دا ومنله چه د پروسږ کال نه را هیسی د دوی تر منځ په اړیکو کی بهتروالی راغلی او د وده کالو نه را پدی خوا همکاریو دی سره مرسته کړی چی په یو بل باندی یی یو څه اعتبار پیدا شی .

XS
SM
MD
LG