د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په شمال لویدیځه برخه کی احتجاجی غونډه


د پاکستان په شمال لویدیځه برخه کی نن د جمعی په ورځ په زرهاو احتجاج کونکی را غونډ شوی او د پاکستان په شمال کی د افغانستان سرحد ته نږدی د امریکایی قواو د توغندی حمله چی هدف یی د القاعده د ترورستی شبکی د مشرانو وژل و وغندله .

مظاهره چیانو د امریکا په خلاف شعارونه ورکول او ژمنه یی کوله چی د امریکا په خلاف به جهاد وکی .

دا مظاهری وروسته له هغه کیږی چی د امرکیا پوځی قواو د جنوری په دیارلسمه نیټه د افغانستان سرحد ته نږدی، د باجور په نوم په یوه لری پراته کلی باندی چی گمان کیدو د القاعده د تررستی شبکی د مشر مرستیال ایمن الظواهری پکی پټ دی د توغندیو حمله وکړه .

د خبری اژانسونو رپوټونه وایی پدی حمله کی د القاعده د تررستی شبکی د کیمیاوی وسلو د ماهر په شمول دری تنه قوماندانان وژل شوی د ی.

په عین وخت کی د څملی د ځای نه نوی میلومتره لری پولیسو لس تنه نور چی گمان کیږی د تندرو ډلو سره ارتباک لری نیولی د ی.

د پاکستان خبری منابع وایی پدی نیول شویو کسانو کی څو تنه خارجیان هم شامل دی .

XS
SM
MD
LG