د لاس رسي وړ اتصالات

د تررستانو په انتقال کی د امرکیا دحکومت سره د برتانیی د حکومت همکاری


د برتانیی خارجه وزیر جک سترا نن پارلمان ته وویل چی د هغه حکومت د سی ای ای په لاس د تررستان د پټ انتقال په باب معلومات له ځانه سره ندی ساتلی .

د برتانیی د حکومت یوه سری یادداشت کی لیکل شوی و چی د امریکا حکومت څلور ځلی د تررستانو د انتقال غوښتنه کړی وه چی په هغو کی دوه تنه په نولسوه اته نوی کی انتقال شول. ښاغلی سترا د نورو د پټولو نه انکار وکړ او ویی ویل چی برتانیه په امرکیا باندی د د یو دپاسه دوه زرم کال د تررستی حملی نه را پدی خوا پداسی ډول پروازونوکی لاس وهنی او کار نلری .

همدا یادداشت د سی ای ای د پروازنو قانونی توب باندی خلک شکمن کړی د ی چی ویل کیږی پداسی حال کی چی دا تررستان یی انتقالول په الوتکو کی به د تیلو اچولو دپاره د برتانیی په هوایی ډگر کی ښکته شوی وی .

ددی یادداشت دموندل کیدو وروسته د تررستانو په انتقال کی د امرکیا دحکومت سره د برتانیی د حکومت پر همکاری سوالونه اوچت شوی دی .

د بشری حقوقو ځینی ډلی وایی سی ای ای مشکوک تررستان په سری ډول هغو ځایونو ته ځایونو ته انتقالوی چی پکی د تحقیقاتو په وخت خلک شکنجه کوی .

XS
SM
MD
LG