د لاس رسي وړ اتصالات

دوه اندونیزیایي ماشومان د مرغانو د والگي په ناروغۍ وژل  شوي دي


د هانگ کانگ په یوه لابراتوار کي، دا خبره تثبیت شوېده چي دوه اندونیزیایي ماشومان د مرغانو د والگي په ناروغۍ چي د وژونکي H5N1 وېروس نه پیدا کېږي، وژل شوي دي. دغه دواړه کوچینان د یوې کورنۍ دي. د اندونیزیا د روغتیا د وزارت یو مارمو نن د شنبې په ورځ وویل: په ولوېدیزه جاوا کي د مرگ پېښي پدې هیواد کي د مرغانو د والگي په ناروغۍ باندي د مړو شمېر څوارلسو کسانو ته رسېدلی دی.

یو درې کلن ماشوم د تېري سې شنبې په ورځ په یوه محلي روغتون کي مړ شوی دی، او د هغه دیارلس کلنه خور په تېره اونۍ کي مړه شوې وه.

XS
SM
MD
LG