د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان جمهوررئیس دوالیانونه غوښتی دی چی دکوکنارو کرکیله باید ختمه کړی


دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی وائې، دمخدره موادو له پیسونه له سره تیرو بم چونکو په تمویلولو کې کاراخیستل کیږی اود اپینو تولید باید ختم کړی شی که نه نوهیواد به دتباهی سره مخامخ شی .

جمهوررئیس نن والیانو ته وویل، پدی کې شک نشته چې مخدره موادو په افغانستان کې تروریزم خلق کړی او ملاتړئې کوی .

ښاغلې کرزی والیانوته وویل، که په هیواد کې دکوکنارو کرکیله ختمه نشی نو خارجی مرستی به بندی شی . ښاغلې کرزی دمخدره موادو په خلاف دجنگ اعلان وکړ. لیکن سره لدی چې دلویدیځوملکونو په میلیونو ډالردکوکنارو دکرکیلې په بندولو باندی لگیږی خوبیاهم پدی برخه کې پرمختگ ورو دی .

په افغانستان کې دنړۍ ترټولو زیات اپین تولیدیږی او دنړۍ تقریبآ نوی فیصده هیروئن له دغه ملک نه ددنیا بازارونو ته په قاچاق وړل کیږی .

XS
SM
MD
LG