د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې دوه افغان صاحب منصبان وژل شویدی


افغانی مقامات وائې، دوه افغان صاحب منصبان دهغه هیواد په جنوب کې دسړک دغاړی دبم په چاودنه کې ووژل شول. او دوه نورصاحب منصبان پدی چاودنه کې چې دهلمند دولایت په یوه لوی سړک باندی وشوه، ټپی شول .

مامورین ددی حملی ملامتی پر مشکوکو یاغی طالبانوباندی اچوی .

داحملی پدی وروستیو میاشتو کې دافغانستان په جنوبی او شرقی برخو کې چې امریکائې قواوی پکې دالقاعدی دترورستی شبکی د پاتی غړو او یاغی طالبانوپسی گرځی ،زیاتی شویدی .

XS
SM
MD
LG