د لاس رسي وړ اتصالات

دهلمند په ولایت کې دری ښونځی سوځیدلی دی


د افغانستان په جنوب کی دری ښونځیو ته د اور اچولو پړه پر طالبانو اچول شوی ده.

چارواکی وایی چی دی اور اچولو د هلمند د ولایت د ناوی په ولسوالی کی دری ښونځی تباه کړی ، مگر پدی حملو کی څوک ژوبل شوی ند ی.

د طالبانو د واکمنی په وخت کی نجونو ته اجازه نه وه چی ښونځی ته لاړی شی .

په یو دپاسه دوه زرم کال کی د امریکا تر قیادت لاندی قواو چی طالبان له قدرت نه وغورځول نو د هغوی د سختو قوانینو پر ځای په هغه ملک کی یوه انتقالی دوره پیل شوه .

د جمعی په روځ د کندهار په ښار کی د پولیسانو پر قرارگاه باندی د تندروانو په حمله کی اوه جنگیالی طالبان وژل شوی دی او پنځه تنه افغان پولیسان پکی ټپی شوی د ی.

د تشدد په یوه بله پیښه کی دوه ماموران هغه وخت مړه او دوه نور زخمی شول چی د سپرلی موټر یی د هلمند په ولایت کی د لاری د اړخ پر یوه ماین باندی ور برابر شو .

پدی وروستیو میاشتو کی په افغانستان کی د اندروانو حملی زیاتی شوی دی . په تیره بیا په جنوبی او شرقی سیمو کی چی د امریکا تر مشری لاندی قواوی د طالبانو په پاتی شویو او القاعده په جنگیالیو پسی گرځی.

XS
SM
MD
LG