د لاس رسي وړ اتصالات

اسراېېل به فلسطېن سره تر هغه وخت پورې اړېکی ونلري چې ‏حماس تشدد ترک نکړی


داسراېېلو مو قتی لومړی وزېر ېهود اولمېرت وایی اسراېېل به د حماس ترمشرتابه لاندې حکومت سره تر هغه وخت پورې هېڅ ډول اړېکی ونلري چې ‏حماس مرگ ژوبله او تشدد ترک نکړی او ېهودی دولت په رسمېت ونه پېژنی.

ښاغلی اولمېرت نن دېکشنبی په ورځ دا سراېېلو کابېنی ته ووېل چې ده د بر تانېې، فرانسې، مصر او اردن مشرانو ته په ټېلېفون باندی دا پېغام ورکړېدی. پردې سر بېره ېې ملگری ملتونه هم په دې خبر کړېدی.

ښاغلی اولمېر ت ووېل چې ده د حماس په باب په پراخه اندازه نړېوال ملاتړ ترلاسه کړېدی.

د حماس مشر خالد مشعل د شنبی په ورځ ووېل چې دده سر تېری گوند چې د تېرې چارشنبی په انتخاباتو کې د فتح گوند ته ماتی ورکړه ، دېته چمتو دی چې ټولې وسله والې ډلې په ېوه داسی پوځ کې راټولې کړي چې د فلسطېن له خاورې نه د فاع وکړي.

مشعل د سورېې نه په داسی حال کې خبرې کولې چې د فتح په زرگونو غړېو او پولېسانو په لوېدېزه غاړه او غزه کې مظآهرې کولې. ددغو مظاهرو دوېمه ورځ وه.

XS
SM
MD
LG