د لاس رسي وړ اتصالات

په اندونیزیا کې دوه تنه دمرغانو په ناروغې مړه شویدی


دروغتیا نړیوال سازمان تائید کړیده چې په اندونیزیا کې دوه تنه نور دمرغانو په ناروغې مړه شویدی . ددغو دوکسانو په مرگ سره په اندونیزیاکې دمړو شمیرچې په تیرو دوکالو کې مړه شویدی شپاړسوتنوته رسیدلی دی .

دغې مؤسسې تائید کړیده چې لږترلږه یو تن په اندونیزیا کې دمرغانو دناروغې په مکروب اخته شویدی چې پدی سره په دوه زره پنځم کال کې دهغو کسانو شمیر چې دغه مکروب ورباندی اغیزه کړیده ، دوه ویشتو ‏(‎٢٢ ‏)‎ تنوته رسیدلی دی .

ددغې مؤسسی مامورانو وویل،دوی دهر ی هغې پیښی څارنه کوی چې ددغې ناروغې مکروب له یوانسان نه بل انسان ته انتقالیدی شی او که نه. دوی څرگنده کړه چې په ترکېه کې دبشری پیښونه داسی څرگنده شوه چې دمرغانونارغې لویدیځ خوا ته خپره شویده .

ددغې مؤسسی مامورانو دا خبره هم وکړه چې که په عراق کې دغه ناروغې پیدا شی نو دمرغانودنارغې دمکروب ضد په زرگونوگولی به دغه هیواد ته واستول شی. دچرگانو دناروغې ماهرانو تائید کړیده چې تیره میاشت په عراق کې یوه نجۍ په دغه ناروغې مړه شوی وه .

ددوه زره دریم کال نه راپدی خوا دمرغانو په ناروغې څه دپاسه شپږ اتیا تنه ‏(‎٨٦ ‏)‎ مړه شویدی .

XS
SM
MD
LG