د لاس رسي وړ اتصالات

د ماین د چاودنې مرگ ژوبله                              


افغاني مقاماتو نن وویل چې په کندهار کې د تشدد په روانه لړۍ کې د سر ک د اړخ د ماین په یوه چاودنه کې پنځه تنه پولیس وژل شوي او څو تنه نور زخمیان شویدي.

تر اوسه پورې هېچا د پرونۍ چاودنې مسؤلیت په غاړه ندئ اخیستئ. خو دا پېښه پداسې وخت کې شوې چې امنیتي قواوې پس له هغې په هغو قریب دوه سوه طالبان پسې گرزي چې د حکومتي قواوو سره یې داسې سخته جگړه کړې چې په څو تېرو میاشتو کې یې سارئ نیئ لیدل شوئ.

مقاماتو نن وویل چې پدې جگړو کې چې د جمعې د ورځې راهیسې شروع شوې شل تنه طالبان وژل شوي او شل نور زخمي شویدي.

دا جگړې وروسته له هغې پیل شوې چې جنگیالیو په گاونډي ولایت هلمند کې په یوه کاروان حمله وکړه.

مقامات وایي چې په کندهار کې دبم د پرونۍ حملې پر شمول د جمعې د ورځې راهیسې په دواړو ولایتون کې یوولس تنه پولیس وژل شويدي او یو ویشت کسه زخمیان دی. رپوټونه وایي چې د سیمې نه په سلگونو خلک تښتېدلي دي.

XS
SM
MD
LG