د افغانستان په ختیځ کی د یاغیانو په حمله کی یو امریکایی عسکر وژل شویدی او افغان امنیتی قواوی وایی چی دوی د القایده د ډلی لخوا د بلخ د والی د وژلو دسیسه شنډه کړیده
د امریکا نظامی بیانیه وایی چی یو امریکا یی عسکر هغه وخت ووژل شو چی ددوی یوه گزمه د لغمان ولایت د مرکز مهتر لام نه تیریدله. دوی وایی چی د حملی نه پس د گزمی عسکرو هم په یاغیانو ډزی وکړی او فضایی کومک یی هم را وغوښتو خو حمله کونکی په تیښته کی کامیاب شول.
بلخوا په بلخ ولایت کی افغان امنیتی قواوی وایی چی دوی د القایده سره مربوط یو سړی سره د کالیو لاندی چاودیدونکی مواد نیولی دی. پولیس وایی چی دغه نفر چی د افریقایی هیواد مالی تبعه دی هڅه یی کوله چی د بلخ د والی محمد عطا کور ته ورننوځی . خو دی نه وړاندی چی ځان په بم والوزوی د والی دکور څوکیدارو ونیولو.
بلخوا د خوست په ولایت کی افغان او امریکایی قواو یو یاغی وژلی او بل یی ژوبل کړیدی. دا پیښه د پاکستان د پولی سره نیزدی شویده. په دی جریان کی سرحدی قواو دوه تنه ژوبل شوی هم دی.