د لاس رسي وړ اتصالات

په قندهار ښار کی  د بم  په یوه  زوره وره چاودنه کی  ١٣ تنه مړه شویدی


افغان مقامات وایی چی په قندهار ښار کی د بم یوه زوره وره چاودنه شویده چی پکی لږ تر لږه ١٣ تنه مړه او ١٣ نور ژوبل شویدی.

دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت نطاق یوسف ستانکزئ وایی چی چاودنی سره د ښار په مرکز کی د پولیسو د سختی څارنی لاندی واقع د پولیسو د مرکزی دفتری امنیتی پوسته نړیدلی ده. او دی سره هلته اووه تنه پولیس مړه شویدی. په مړو کی عام ملکی کسان هم شامل دی د چاودنی زخمیان نیزدی روغتون ته رسول شویدی او د کاندا او افغانستان عسکرو د چاودنی منطقی د څارنی لاندی نیولی ده

د قندهار چارواکی دعوی لری چی دا چاودنه د هغه سرتیری د ځان مرگی حملی نتیجه ده چی په موټر سایکل باندی سپور راغلی و.

رپورټونه وایی چی یو نفر چی ځان یی قاری محمد یوسف معرفی کړی او وایی چی دی د طالبانو نطاق دی ددغی چاودنی مسولیت یی د خپلی ډلی لخوا قبول کړیدی.

په یوه بله جلا پیښه کی د پاکستان د سرحد سره نیزدی د سپین بولدک په سیمه کی یو بم چی د باسکیل پوری تړل شوی و . چاودیدلی دی او یو ملکی نفر یی ژوبل کړیدی. په داسی حال کی چی د ناټو قواوی د افغانستان جنوب ته د خپلو عسکرو د لیږلو تابیا نیسی په دی سیمه کی د تشدت پیښو کی زیاتوالئ راغلی دی.په کال ٢٠٠١ کی د امریکا په مشرئ د طالبانو د سقوط کیدو نه پس افراطیانو د سمیه ایزی برترئ دپاره جگړی شروع کړیدی. په دی جگړو کی په تیر یو کال می د ١٦ سوو نه زیات خلک وژل شویدی.

په تیره د افغانستان په جنوبی برخو کی په دی تیرو څو هفتو کی د بمونو په چاودونو کی په لسهاو کسان وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG