د لاس رسي وړ اتصالات

د سړک د غاړی د بمونو  په چاودنو کی اته تنه افغان عسکر وژل شوی او  اوه تنه نور ژوبل شوی د ی


افغانی مامورین وایی د سړک د غاړی د بمونو په چاودنو کی اته تنه افغان عسکر وژل شوی او اوه تنه نور ژوبل شوی د ی.

دا چاودنه د شپی ددولسو بجو نه لږ څه وروسته هغه وخت وشوه چی پوځی کاروان د کنر په ولایت کی د پاکستان سره سرحد ته نږدی د عملیاتو نه بیرته راستنیدو.

پدی چاودنه کی دوه تنه عسکر ووژل شول او لږ تر لږه دوه تنه نور زخمیان شول .

څو ساعته وروسته هغو پوځی قواوته نږدی چی د دوی مرستی ته استو ل شوی وی هم چاودنه وشوه چی پکی شپږ تنه وژل شوی او پنځه تنه یی ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG